په بادغيس کي د يوې زړې مرمۍ د چاودني له امله درې کوچنيان ټپيان سوي

د ط..البانو د بادغيس د امنيې قومندانۍ څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د سې شنبې په ورځ تر غرمې وروسته د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کي پر کوچنيانو د دهشکې زړې مرمۍ چاودنه کړې، چي له امله ئې درې کوچنيان ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه مرمۍ د تېرو جګړو له امله پاته سوې وه.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه د دهشکې مرمۍ د تېرو جګړو څخه په دغه سيمه کي پاته سوې وه.
بايد وويل سي، چي درې ورځي وړاندي په ميدان وردګو ولایت کي هم د ښوونځي پر زده کوونکو زړې مرمۍ چاودنه کړې وه، چي له امله ئې يو زده کوونکی وژل سوی او څلور نور ټپيان سوي وو.