په بدخشان کي د سروزرو په کان کي د جګړې له امله څلور چينايي اتباع وژل سوي

د بدخشان څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په شهر بزرګ ولسوالۍ کي د يکشنبې په ورځ ماځيګر د کان کيندلو پر مهال جګړه سوې ده، چي پر مهال ئې د څلورو چينايي اتباعو په ګډون اته تنه وژل سوي دي.
د سرچينې په خبره د دغي جګړې اصلي لامل تر اوسه پوري څرګند نه دئ او همدارنګه په کان کي د وژل سوو کسانو پوره هويت هم تر اوسه پوري روښانه نه دئ.