د بدخشان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ وياند احسان الله کامګار د شنبې په ورځ د رسنيو سره په خبرو کي ويلي دي، چي د جمعې په ورځ په بدخشان کي د دوو جلا جلا ترافيکي پېښو له امله اووه تنه وژل سوي او يو تن ټپي سوی دئ.
د هغه په خبره چي لومړۍ ترافيکي پېښه د بدخشان ولايت د شهر بزرګ ولسوالۍ په سياسنګ سيمه کي رامنځ ته سوې، چي پر مهال پنځه کسان وژل سوي او همدارنګه دوهمه ترافيکي پېښه په ارغستان ولسوالۍ کي سوې چي له امله ئې دوه تنه مړه سوي او يو بل کس ټپي سوی دئ.