د بریتانیې ډیلي مېل ورځپاڼي د راپور له مخي، دوه افغان پناه غوښتونکي، چي احمد ملاخېل او محمد کبیر نومېږي، په د میډلینډز کي د یوې ۱۲ کلني نجلۍ د جنسي تېري په تور نیول سوي او تر پوښتنو لاندي دي.
راپور زیاتوي چي دغه پېښه د روان کال د جولای میاشتي په ۲۲مه نېټه رامنځ ته سوې ده. ادعا کېږي چي احمد ملاخېل له خپل یوه ملګري سره، چې محمد کبیر نومېږي، پر یادي نجلۍ جنسي تېری کړی دئ. د نجلۍ کورنۍ له پېښي وروسته سمدستي پولیسو ته خبر ورکړی او چارواکو د پېښي د څېړلو له پاره عاجله پلټنه پیل کړې ده.
پولیسو دواړه تورن کسان نیولي او د هغوی څخه يې پوښتني پیل کړي دي.
د نجلۍ روغتیايي معاینه هم سوې او اړوندو ادارو هغه ته رواني او قانوني مرسته برابر کړې ده. تر اوسه پوري د قضیې په اړه نور جزیات نه دي خپاره سوي او پولیسو ویلي چي پلټني لا هم دوام لري.