د بغلان د ط.. البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، چي د بغلان ولايت په جلګې ولسوالۍ کي ئې دوه تاريخي ځايونه موندلي، چي تاريخي قدامت ئې د کوشانیانو دورې ته رسېږي.
دغه رياست ويلي چي دغه تاريخي ځايونه د اخ پلاخ زيارت او کافر کلا نومېږي، چي دوه زره کاله تاريخي قدامت لري او د کوشانیانو د دورې سره اړيکه لري.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ويلي، چي د دغه تاريخي ځايونو په اړه ئې نوري څېړني هم پيل کړي دي.