په بغلان کښي د اوبو د‌ بند د ماتېدو له امله ۱۲۰ کورونه اوبو وړي

په بغلان ولایت کښي د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې رئیس وايي، چي د دغه ولایت د پل‌حصار ولسوالۍ کښي د اوبو د یوه بند د ماتېدو له امله شاوخوا ۱۲۰ کورونه ویجاړ سوي، خو په دې پېښه کښی چاته ځاني زيان نه دئ اوښتی.
دغه پېښه د‌ جمعې په ورځ سهار مهال د بغلان په تغانک سيمه کښي رامنځ ته سوې ده.
د ط..البانو د طبيعي پېښو په وړاندي د مبارزې رئيس هدايت الله همدرد څراغ تلوېزيون ته ويلي دي:«د دغه اوبو د بند د ماتېدو له امله لومړني معلومات ښيي، چي له ۱۲۰ څخه زیات کورونه په بشپړه توګه ویجاړ سوي او تر زرو جريبه زياته‌ زراعتي ځمکه اوبو وړې ده. په دې پېښه کښي کوم چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.»
د هغه په خبره چي دغې پېښي ځکه ځاني زیان نه دئ اړولی، چي ډېری اوسېدونکي د اوبو د بند د ماتېدو له خبرېدو وروسته د غره لمنو ته تللي وه.