د بلغاریا رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد پوليسو د بلغاریا په چاريوو سيمه کي د تلاښۍ پر مهال په يوه باروړونکي موټر کي ۲۴ تنه افغانان نيولي.
په رپوټ کي ويل سوي، چي دغه افغانانو غوښتل چي د بلغاریا د لاري نورو اروپايي هيوادونو ته ولاړ سي او هلته د پناه غوښتنه وکړي؛ خو د دغه هيواد د پوليسو له خوا نيول سوي او د کډوالو کمپ ته انتقال سوي دي.
بايد وويل سي، چي دوې ورځي وړاندي د ترکيې پوليسو هم د ترکيې په دغوبايزيد ښار کي لسګونه افغان پناه غوښتونکو نيولي او د کډوالو کمپ ته ئې لېږلي وو.