په بلوچستان کي دوه پاکستاني پوځيان وژل سوي

د پاکستان پوځ رسنيو ته ويلي دي، چي د پنج شنبې په ورځ ئې د پاکستان د بلوچستان ايالت په مستونګ ولسوالۍ کي پر يوه وسله واله ډله ئې پوځي عمليات کړي، چي پر مهال ئې درې وسله وال وژلي دي.
د پاکستان پوځ دغه راز ويلي دي، چي په يادو عملياتو کي دوه پاکستاني پوځيان هم وژل سوي دي.