د تخار څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ باندي څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي نامعلومو کسانو تېره شپه د دغه ولايت په تالقان ښار کي د منير احمد په نوم يو کس ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په حواله چي دغه وژل سوی کس منير نومېږي او اصلي د ورسج ولسوالۍ اوسېدونکی وو، چي خپل د ورور په کور کي وژل سوی دئ.
ط..البانو تر اوسه پوري د دغه وژل سوي کس په اړه په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي او تراوسه د دغه وژني اصلي انګېزه هم معلومه نه ده.