په ترکيه کي اورلګېدني لس کسان وژلي

د ترکيې په ايسکي شهر ايالت کي ځنګلونو اور اخيستی، چي پرمهال ئې لس کسان وژل سوي دي.
د ترکيې د کرني او ځنګلونو وزير ابراهيم مايوکلي د يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال خبريالانو ته ويلي، چي په دغه اورلګېدنه کي لس کسان وژل سوي او ۱۴ تنه نور ټپيان سوي دي.
د هغه په خبره چي ټپيان ئې د درملني په موخه روغتون ته انتقال کړي دي.