په تهران کي د لفټ د لوېدو له امله يو ۱۹ کلن افغان کاريګر وژل سوی

د ايران څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په تهران کي په يوه ودانۍ کي د کار کولو پرمهال د لفټ د لوېدو له امله يو ۱۹ کلن افغان کاريګر وژل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان بکتاش نومېدی او اصلي د بلخ ولايت اوسېدونکی وو، چي يو کال وړاندي د بې کارۍ او غريبۍ له امله ايران ته غیري قانوني تللی او هلته ئې شاقه کارونه کول.
د بکتاش نژدې دوستان وايي، چي د بکتاش کورنۍ دومره غریبه ده، چي افغانستان ته د هغه د جسد د لېږدولو توان هم نه لري.