ايراني رسنيو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د ایران د مرکز د تهران د قیام دشت په سيمه کي د ايران پوليسو د يوې افغاني مېرمني او د هغي د خاوند جسدونه د يوه دوکان په زېرزميني کي پيدا کړي، چي مخکي وژل سوي وو.
ايراني رسنيو د ايراني پوليسو د خولي څخه ليکلي، چي دغه خاوند او مېرمن د نامعلومه دليل له مخي دغه زېرزمينۍ ته وړل سوي او بيا وژل سوي دي، چي د هغوی د وژني په تړاو د دغه دوکان مالک هم نيول سوی دئ.
د ايران پوليس وايي، چي د دغي پېښي اصلي انګېزه تر اوسه پوري معلومه نه ده، د هغوی په خبره چي تر څېړنو وروسته به ئې معلومات د رسنيو سره شريک کړي.
بايد وويل سي چي دا پېښه پر داسي مهال رامنځ ته سوې، چي د ایران څخه د افغان کډوالو د اخراج پروسه چټکه سوې او د ایران او اسرائیلو تر جګړې وروسته، په دغه هيواد کي د افغان کډوالو د وژنو پېښي خورا ډېر سوي دي