په تېره يوه هفته کي ۱۳۳ افغان کډوال د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي

د ط..البانو تر کنټرول لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چي په تېره يوه اوونۍ کي شاوخوا ۱۳۳ تنه افغان کډوال چي د پاکستان په زندانونو کي بنديان وو، ازاد سوي او بېرته افغانستان ته راغلي دي.
دغه وزارت ويلي، چي دغه افغان کډوالو د يوې څخه تر پنځو ورځو پوري د پاکستان په زندانونو کي تېري کړي وې، چي تر ازادېدو وروسته افغانستان ته راغلي.
دغه وزارت دغه راز زياتوي، چي دغه افغان کډوال د سپين بولدک او تورخم د لاري افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي د پاکستان او ايران څخه د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ خورا چټکه سوې ده، چي په لنډ وخت کي د‌ يادو هيوادونو څخه په زرګونو افغان کډوال افغانستان ته راغلي او دلته په ستونزمن حالت کي د ژوند ورځي او شپې سبا کوي.