د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کميشنرۍ رئیس عرفات جمال د دوشنبې په ورځ په کابل کي د يوې خبري ناستي پرمهال ويلي، چي د ۲۰۲۳ ميلادي کال راهيسي افغانستان ته د ايران او پاکستان څخه ۳.۵ ميليونه افغان کډوال راغلي دي.
د عرفات جمال په وينا چي دغه افغان کډوال يوشمېر په خپله خوښه او يوشمېر بیا په زور او جبر د پاکستان او ايران څخه شړل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
د هغه په خبره چي د کډوالي د افغانانو د پاره نوې خبره نه ده، بلکي افغانان د څو لسيزو جګړو د امله په دوامداره توګه مجبوره سوي دي، چي د افغانستان څخه نور هيوادونو ته کډوال سي.
عرفات وايي:(( زموږ پیغام دا دئ چي راستنېدل باید په رضايت سره ترسره سي او د انسانیت د کرامت سره سم باید دا پروسه تر سره سي. موږ باید له ګاونډي هیوادونو سره کار وکړو ترڅو دا ارزښتونه مراعات کړي.))
د جمال په خبره افغانستان ته د ګاونډيو هيوادونو څخه راغلي کډوال بايد په سم ډول مديريت سي، د هغوی د پاره د کار، زده کړو، سرپنا، روغتيا او دې ته ورته نورو برخو کي بايد اسانتياوي ورته برابري سي، د نوموړي په خبره که چيري دغه کډوال په سم ډول مديريت نه سي نو افغانستان به د اقتصادي ستونزو سره مخ سي.
هغه د پاکستان او هند ترمنځ، د اسرائیل او ایران ترمنځ د وروستیو شخړو یادونه وکړه او ویې ویل: ((موږ په سیمه کي د جنجالونو شاهدان وو. زموږ پیغام دا دئ چي دغه هيوادونه باید د راستنېدونکو کډوالو حقونه مراعات کړي او د دوی سره په عزت او احترام چلند وکړي.))
هغه د نړۍوالي ټولني څخه غوښتنه وکړه، چي د تېر په شان دي د افغان کډوالو ملاتړ وکړي، ځکه د سيمي حالت ته په کتلو سره افغانستان په دې شرایطو کي جدي ملاتړ ته اړتیا لري.