په تېرو نهو ورځو کي ۲۶۴ زره افغان کډوال د ايران څخه افغانستان ته راغلي

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، په تېرو نهو ورځو کي له ایران څخه د ۲۶۴ زرو څخه زیات بې‌اسناده افغان کډوال افغانستان ته راغلي دي. دغه سازمان د پنج شنبې په ورځ، د سرطان ۱۹مه، په ایکس پاڼي ويلي چي د راستنېدونکو کډوالو د مرستي له پاره نورو مالي سرچینو ته اړتیا لري.
د دې سازمان په وینا، د جون له پیل څخه تر اوسه پوري له ۵۴۶ زرو څخه زیات افغان کډوال افغانستان ته راغلي دي.