په تېرو څلورو ورځو کي په خوست کي اوو کسانو ځان وژنه کړې

د څراغ تلوېزيون موندني ښيې، چي په تېرو څلورو ورځو کي د خوست په مرکز او يو شمېر ولسواليو کي د يوې ښځي په ګډون اوو کسانو ځان وژني کړي دي.
دغه کسانو د اقتصادي ستونزو، غريبۍ، کورني تاوتريخوالي او دې ته ورته نورو ستونزو له امله ځانه وژني کړي.
په افغانستان کي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم د غريبۍ، بېکارۍ او دې ته ورته نورو ستونزو له امله په ځوانانو کي د ځان وژني پېښي زياتي سوي.
بايد وويل سي، چي ط..البانو په تازه پرېکړه کي ويلي، چي د هغه کس د جنازې او فاتحې مراسيم بند دي چي ځان وژنه ئې کړې وي.
ط..البانو دغه راز رسنيو ته هم سپارښتنه کړې، چي د ځان وژني خبرونه او راپورونه به نه نشروئ.