په جنیوا، نیویارک او ویانا کي د افغانستان دایمي استازولۍ وايي

په جنیوا، نیویارک او ویانا کي د افغانستان دایمي استازولۍ وايي، د ط..البانو سره د نړۍوالي ټولني هر ډول اړیکي باید د افغانانو د غوښتنو او حقونو پر بنسټ وي.
دغو استازولیو د ملګرو ملتونو د غړیتوب د ۸۰مي کلیزي په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کي ټینګار کړی، چي د افغانستان د سیاسي راتلونکي له پاره باید د ملګرو ملتونو په مرسته د افغانانو په مشرۍ یوه سیاسي پروسه پیل سي، څو یو مشروع، ټولګډونه او جواب ویونکی حکومت رامنځته سي.
په اعلامیه کي د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او نورو اساسي حقونو د محدودیتونو پر دوام اندېښنه ښودل سوې.

د افغانستان دغو استازولیو همداراز د سیاسي بهیر په ټولو پړاوونو کي د ښځو، ځوانانو، مدني ټولنو او قومي او مذهبي لږکیو د برابر ګډون غوښتنه کړې ده.
دوی د ملګرو ملتونو له ادارې غوښتي، چي د افغانستان د روان کړکېچ د هواري له پاره اغېزمن ګامونه واخلي او د ط..البانو له‌خوا د ملګرو ملتونو په سیمه‌ییزو دفترونو کي د ښځینه کارکوونکو پر تګ راتګ لګول سوي محدودیتونه لېري کړي.
بايد وويل سي، چي افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *