په جورجیا کي د ترکیې پوځیانو د الوتکي د نسکورېد په پېښه کي د وژل سوو پوځيانو شمېر شلو تنو ته لوړ سوی

د ترکیې حکومت اعلان کړی چي د جورجیا سرحد ته نږدې د پوځیانو یوه بار وړونکې الوتکه نسکوره سوې چي له امله ئې شل ترکي سرتېري وژل سوي.
دا سي-۱۳۰ ډوله الوتکه له اذربایجان څخه ترکیې ته روانه وه چي د جورجیا د کاخېتي ولایت په سیغناګو سیمه کي لوېدلې ده.
د پېښې علت تر اوسه روښانه نه دئ، خو د ترکیې او جورجیا اړوند چارواکو د موضوع د څېړلو له پاره ګډ کمیسیون جوړ کړی او پلټني ئې پيل کړي دي.
د ترکیې دفاع وزارت په دغه پېښه کي د وژل سوو شلو تنو پوځیان نوملړ هم د رسنيو سره شريک کړی دئ