د جوزجان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ مسؤلين وايي، چي د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په دوکوه ولسوالۍ کي د دوو موټرانو د ټکر له امله څلور تنه وژل سوي او پنځه تنه نور ټپيان سوي دي.
د هغوی په خبره چي ټپيان ئې د درملني په موخه د شبرغان ښار روغتون ته لېږدولي دي.
بايد وويل سي، چي تېره ورځ هم په پروان او فارياب کي د درو جلا جلا ترافيکي پېښو له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.