د چهار شنبې په ورځ د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ په شمسي کلي کي د خيرات په مراسيمو کي ۱۳۰ کسان مسموم سوي دي.
د خوست ولايت د ط..البانو وياند مستغفر ګربز ياده پېښه تائيد کړې ده او په خبره ئې چي په دغه ۱۳۰ مسموم سوو کسانو کي کوچنيان، سپين ږيري او ځوانان شامل دي.
د ګربز د يادي پېښي لامل څراغ تلوېزيون ته نه دئ ويلي؛ خو زياتوي چي د دغي پېښي اړوند څېړني کوي.