د خوست د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د خوست ښار په دريمه امنيتي حوزه کي ئې هغه کس نيولی، چي غوښتل ئې د خسر په کور کي خپل مېرمن او ولادونه ووژني.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کس د کلاشنکوف او لاس بم سره يو ځای د خسر کور ته ورغلی او هڅه ئې کول، چي خپل مېرمن او اولادونه ووژني.
د خبرپاڼي په حواله چي ياده کس ئې د ياو وسلو سره يو ځای نيولی او څېړني ورڅخه رواني دي، چي د لومړنيو معلوماتو له مخي يادي پېښي د کورنيو ستونزه انګېزه درلودل.