د خوست څخه ځايي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کي يو هلک تېزاب څښلي او ځان وژته ئې کړې.
د سرچينې په حواله چي دغه هلک د غريبۍ او کورني تاوتريخوالي له امله تېزاب څښلي او وژل سوی دئ.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي د غريبۍ او فقر له امله په دې وروستيو کي د ځوانانو ترمنځ د ځان وژني ګراف لوړ سوی.