په خوست کي يو ځوان د غريبۍ له امله زهر خوړلي او ځان وژنه ئې کړې

د خوست څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کي يوه تنکي ځوان د غريبۍ او اقتصادي ستونزو له امله ځانه وژنه کړې ده.
د سرچينې په حواله چي دغه تنکي ځوان زهر خوړلي او ځان وژنه ئې کړې ده. ط..البانو د يادي پېښي په اړه تراوسه پوري د رسنيو سره معلومات نه دي شريک کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د ځوانانو د ځان وژني پېښي د پخوا په پرتله څو چنده زياتي سوي دي