د خوست څخه محلي سرچېنو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د تېري جمعې په ورځ د خوست ولايت د ماما شهيد په کلي کي يو ځوان د غریبۍ او اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې.
د سرچينې د معلوماتو له مخي، چي دغه ځوان زينت الله نومېدی او د توپک په وسيله ئې ځان ويشتلی او وژل سوی دئ.
د زينت الله د کلي اوسېدونکي وايي، چي هغه بېکاره و او د غريبۍ او اقتصادي ستونزو له امله ئې د خپل کورنۍ له پاره ډودۍ هم نه سوای پيدا کولای ځکه ئې ځان وژنه کړې.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بياواکمنۍ سره سم په افغانستان کي د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او روحي فشار له امله په ځوانانو کي د ځان وژني پېښي زياتي سوي دي