په خوست کي په ۲۷ ميليون افغانۍ جوړ سوی پل د سيلاب اوبو وړی

د خوست څخه ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د جمعې په ورځ تر باران وروسته د سيلاب اوبو له امله د دغه ولايت د موسی‌خېل ولسوالۍ په «غلنګ» سیمه کي هغه پل د سيلاب اوبو وړي چي يوه مياشت مخکي د ۲۷ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ سوی وو.
دغه پل چي د سيمي د خلګو په مالي لګښت جوړ سوی وو، يوه برخه ئې د نن ورځي د سيلاب اوبو ويجاړه کړې ده.
بايد وويل سي چي تر دې وړاندي هم د خوست د ګربز ولسوالۍ د لېژې چک ډيم چي د ط..البانو له خوا جوړ سوی وو، تر پرانيستلو يوه هفته وروسته اوبو وړی وو.