په خوست کښي ځايي خلګو په خپل شخصي لګښت د شل ميليونه افغانيو په ارزښت يو پل جوړ کړی

د خوست ولايت د موسی خېلو ولسوالۍ اړوند د غلنګ په سيمه کښي د دې سيمي د اوسېدونکو او په بهر کښي مېشت افغانانو په مالي ګښت يو پل په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټي اخېستلو ته وسپارل سو.
د سيمي څخه ځايي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي پر دغه پل باندي ټولټال شل ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دئ.
د سرچينې د معلوماتو له مخي چي دغه پل په غلنګ ولسوالۍ کښي د ۳۰ متره په اوږدوالي او ۸ متره په سور سره د ۱۸ میاشتو په موده کښي جوړ سوی او ګټي اخېستلو ته وسپارل سو.