د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه هيواد په خيبر پښتونخوا کي د يوه ۱۳ کلن هلک په ګډون د پنځو وژل سوو کسانو جسدونه موندل سوي دي.
دغه پنځه کسان نامعلومو وسلوالو مخکي تښتولي وو او وروسته ئې وژلي وو، چي جسدونه ئې په سيمه کي ځايي خلګو پيدا کړي وو.
د دغو وژل سوو کسانو هويت تراوسه پوري معلوم نه دئ او د پاکستان پوليسو هم تر اوسه پوري په رسمي ډول د يادي پېښي اړوند څه نه دي ويلي.