په دايکنډي کي يوه کوچنۍ نجلی او يو هلک اوبو وړي او وژلي دي

د دايکنډي د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په دغه ولايت کي د هلمند سيند دوه کوچنيان وړي او وژلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دا پېښه د جمعې په ورځ هغه مهال رامنځ ته سوې کله چي دغه کوچنيان د تفریح له پاره د سیند غاړې ته تللي وو.
د خبرپاڼي په حواله د پېښي قربانیان د غور ولایت د صوفک کلي د مېشت کوچیانو له کورنیو څخه وو او جسدونه ئې د تدفین له پاره غور ولایت ته انتقال سوي دي