په دې اړه امریکايي مجلې فارین پالیسی لیکلي چي د ایران او اسرائیل ترمنځ اوسنی اراموالی موقتي دئ او امکان لري چي راتلونکې نښته تر هغه ۱۲ ورځني جنګ هم سخته او پراخه وي.
د راپور له مخي، که څه هم اسرائیل دا وخت له ایران سره د نېغ په نېغه جګړې څخه ځان ساتي، خو د خپل دفاعي توان د بیا جوړولو کار یې شروع کړی دی. اسرائیل د ایران هستوي او توغندیز پروګرامونه یو جدي ګواښ ګڼي.
بل لور ته، د ایران اسلامي جمهوریت هم د خپلو هستوي فعالیتونو په دوام، د توغندیز ځواک په پیاوړتیا، او د روسیې او چین په شان بهرنیو متحدینو په ملاتړ سره، د خپل پوځي قدرت د بیا رغولو په هڅه کي دی.
فارین پالیسی زیاتوي چي د دواړو هېوادونو د کورنیو سیاسي حالاتو ته په کتو، په ځانګړي ډول په اسرائیل کي د راتلونکو انتخاباتو له امله، دا نښې ښکاري چي اوسنی سکون به دوام ونه کړي. که جګړه بیا شروع سي، نو امکان لري چي شدت او پراخوالی یې ډېر زیات او ویجاړونکی وي.
دې نشریې دا هم خبرداری ورکړی چي که د جګړې نوی پړاو پیل سي، نو دا به یوازې د ۱۲ ورځني جنګ تر کچې محدود نه وي، ځکه د اسرائیل هدفونه به نور یوازې څو هستوي تاسیسات نه وي. د ژورو او کلکو پوځي مرکزونو په نښه کول کېدای سي امریکا هم نېغ په نېغه جګړې ته راکش کړي او شخړه نوره هم پراخه کړي.
فارین پالیسی همدارنګه لیکي چي ایران ښايي دا تګلاره خپله کړي چي جګړه اوږده او فرسایشي کړي، تر څو له یوې چټکې ماتې او د خپل دریځ له لا کمزوري کېدو مخنیوی وکړي.