په ریاض کي د ایران سفیر اعلان کړی، چي له مکې او مدينې ښارونو څخه د ایراني حاجیانو د ایستلو لړۍ پیل سوې ده.
نوموړي ویلي چي ایراني حاجیان به د سعودي عربستان او عراق له ګډي پولي څخه ووځي، او عراق ته تر داخلېدو وروسته به له هماغه ځایه بېرته ایران ته ولېږدول سي.
د ایران سفیر زیاته کړې، چي اوس مهال په مکه او مدینه ښارونو کي شاوخوا ۹ زره ایراني اتباع مېشت دي، چي د تدریجي ایستلو چارې ئې رواني دي.