په سرپل کښي د ترافيکي پېښو له امله درې کسان وژل سوي او اته نور ټپيان سوي دي

د سرپل د امنیې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي په دغه ولايت کښي د درې جلا جلا ترافيکي پېښو له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرپاڼه کښي دغه راز ويل سوي دي، چي په دغه ترافيکي پېښو کښي درې کسان وژل سوي او اته تنه نور ټپيان سوي دي.