د سمنګان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په لرغان سيمه کي يو موټر د سړک څخه اوښتی و.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه پېښه کي په ياد موټر کي سپاره شپږتنه ټپيان سوي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي په ټپيانو کي د دوو تنو روغتيايي حالت د اندیښنې وړ دئ.
بايد وويل سي چي په دې وروستیو کي په افغانستان کي پر لويو لارو باندي د ترافيکي پېښو ګراف لوړ سوی دئ.