د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی، چي په شمالي وزیرستان کي د يوه ځان.مرګي بريد پرمهال ۱۳ پاکستاني سرتېري وژل سوي او ۲۹ نور ټپیان سوي دي.
یاد خبري آژانس د پاکستاني چارواکو د خولي ليکي، چي دغه بريد د پاکستاني پوځيانو پر موټريز کاروان باندي، هغه وخت سوی، چي د يادي سيمي څخه د تېريدو په حال کي وه.
د راپور له مخي، په دې بريد کي ۱۰ پاکستاني پوځيان وژل سوي او ۱۹ ولسي وګړي ټپیان سوي دي. راپور زیاتوي چي د دغه ځان.مرګي برید له امله د دوو کورونو چتونه هم نړېدلي، چي په پایله کي ئې شپږ کوچنيان ټپيان سوي دي.
بايد وويل سي، چي د دغه ځان.مرګي بريد مسؤليت تر اوسه پوري په پاکستان کي هيڅ وسلوالي ډلي په غاړه نه دئ اخيستی.