په شمالي وزيرستان کي نامعلومو وسلوالو يو قومي مشر وژلی دئ

د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د شمالي وزیرستان د بنو او مېرانشاه پر لاره باندي نامعلومو وسلوالو قومي مشر محمد الرحمان داوړ ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په حواله چي په دغه بريد کي د ياد قومي مشر موټر چلوونکی هم وژل سوی دئ.
په ورته وخت کي د پاکستان پوليسو هم ياده پېښه منلې ده او په خبره ئې چي دغه يو هدفي بريد وو، چي په ترڅ کي ئې قومي مشر محمدالرحمان داوړ او د هغه موټر چلوونکی وژل سوی وو.
د پاکستان د پوليسو په وينا چي د يادي پېښي په تړاو ئې څېړني پيل کړي دي.