په غزني د يوې ترافيکي پېښي له امله دوه تنه وژل سوي او نهه تنه ټپيان سوي

د غزني د ط..البانو د امنیې قومندانۍ څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د شنبې په ورځ د دغه ولايت د څلورمي امنیتي حوزې په ساحه کي دوو موټر ټکر کړی.
د خبرپاڼي په حواله چي په دغه ټکر کي دوه کسان وژل سوي او نهه کسان نور ټپيان سوي دي، چي ټپيان د درملني په موخه د غزني ولايتي روغتون ته انتقال سوي دي.
بايد وويل سي، چي د ترافيکي اصولو د نه رعايتولو له امله په افغانستان کي ترافيکي پېښي زياتي سوي، چي له امله ئې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.