په غزني کي د لاسي بم د‌چاودني له امله يو ځوان وژل سوی

د غزني د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دوشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د ياد ولايت په قره باغ ولسوالۍ کي پر يو ځوان باندي لاسي بم چاودنه کړې او په کښي وژل سوی دئ.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه ځوان ياد‌ لاسي بم موندلی و او په لرګي ئې وهلی و، چي دغه بم ورباندي چاودنه کړې او وژل سوی دئ.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي د تېرو جګړو له امله د پاته سوو ماينونو د چاودني له امله هر کال لسګونه کسان وژل کېږي او يا معلول کېږي.