په غزني کي په دوو جلا جلا ترافیکي پېښو کي یو تن وژل سوی او شپږ نور ټپيان دي

د ط..البانو د غزني د امنیې قومندانۍ چارواکي وایي چي په دغه ولایت کي دوې جلا چلا ترافیکي پېښي سوي دي، چي له امله ئې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپيان سوي دي.
د غزني د ط..البانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي، لومړۍ پېښه د کابل ـ کندهار پر لویه لاره، د قره باغ ولسوالۍ د باران‌کلا په سیمه کي او دوهمه پېښه بیا په غزني ښار کي سوې ده.
ط..البان وایي، ټپیان روغتون ته انتقال سوي او د هغوی روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دئ. هغوی د ټولو موټر چلوونکو وغوښتل چي د ترافیکي اصولو رعایت وکړي، څو نوري دا ډول پیښي رامنځ ته نه سي