د غزني مرکز کښي د کډوالو د «البیروني ښارګوټي» اوسېدونکي شکایت کوي، چي خپلو ځمکو کښي د ط..البانو له خوا د کورونو د جوړولو اجازه نه ورکول کېږي.
د دغه ښارګوټي اوسېدونکي وايي، چي دغه ښارګوټی حکومت شل کاله مخکي کډوالو ته ورکړی وو، چي پکښي يو شمېر کډوالو خپل کورونه پکښي جوړ کړي وه، خو اوس ط..البان هيچا ته د کور جوړولو اجازه نه ورکوي.
هغوی له ط..البانو څخه غوښتنه کوي، چي دوی ته دي په دغه ساحه کښي د کورجوړولو اجازه ورکړي.
ورته وخت کښي د ط..البانو مسؤلين وايي، چي دغه کار ئې ځکه کړی ترڅو په دغه سيمه کښي د غصب مخه ونيسي.
دیادوني وړ ده، چي په البیروني ښارګوټي کښي اووه زره ۷۵۰ نمرې ځمکه په قانوني ډول کډوالو ته وېشل سوې چي ځینو پهکښي کورونه او نوري ودانیزي چاري ترسره کړي او ځینې لا هم نیمګړي پاته دي.