په غزني کښي يو کس د برق پر پايه زندۍ سوی او وژل سوی دئ

د‌ غزني ولايت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ويلي دي، چي د‌‌ سې شنبې ماخستن ناوخته د‌غزني په مقر ولسوالۍ کښي د‌ عبدالله په نوم يو کس د برق پر پایه باندي زندۍ سوی او وژل سوی دئ.
د سرچينې د‌ معلوماتو د‌ مخي چي د دغې پېښي اصلي لامل روښانه نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه‌ دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کښي د‌ مرموزو وژنو ګراف ورځ تر بلي مخ پر لوړېدو دئ او ط..البان ئې په‌کنټرول کښي پاته راغلي دي.