په غزه کي ۶۲ کسان د بشري مرستو د ترلاسه کولو پر مهال اسرائیلو وژلي دي

نړۍوالو رسنيو د يکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د شنبې په ورځ په غزه کي شاوخوا ۶۲ تنه فلسطينيان د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه راټول سوي وو، چي د اسرائیلو له خوا په نښه سوي او وژل سوي دي.
د راپورونو د مخي چي دغه کسان د بشري مرستو د ترلاسه کولو له پاره د بشري مرستو د مرکزونه شاوخوا راټول سوي وو، چي د اسرائیلو له خوا ورباندي بريد سوی دئ. دا مرکزونه د اسرائیل او یوې امریکايي کمپنۍ له خوا اداره کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر په وینا، چي یوازي د تېري چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کي ۱۰۵ فلسطینیان د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ.