په غور ولایت کي ځایي سرچینې وايي چي د تیوره ولسوالۍ د لعلسرخ په کلي کي یو مشکوک مرغه نيول سوی، چي د GPS موقیعتیاب آله او یوه کوچنۍ کمره هم پر نصب سوې وه.
ځايي خلګ وايي چي دغه مرغه د معلوماتو د ثبتولو په موخه دغه سيمي ته را لېږل سوی و، هغوی د ط..البانو غواړي چي د دغه موضوع اړوند څېړنه وکړي.
تر دې دمه د پېښي نور جزئیات نه دي څرګند سوي او سیمه ییزو مسئولینو هم لا رسمي څرګندوني نه دي کړي