په فارياب کي ۷۰ کلن سړي ځان وژنه کړې

د فارياب څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ميمنې ښار په اوومه حوزه کي د محمد نذير په نوم ۷۰ کلن سړي ځان ځړولی دئ.
د سرچينې په خبره چي دغه کس د غريبۍ او اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د اقتصادي ستونزو او غريبۍ له امله د ځان وژني پېښي زياتي سوي.