په فارياب کښي په يوه کور کښي د لاسي بم د‌چاودني د امله دوه ماشومان وژل سوي

د فاریاب ولایت د دولت‌آباد ولسوالۍ په یوه کور کښي د لاسي بم د چاودني له امله د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل سوي او دوه نور ئې ټپيان کړي دي.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالله مرادي د‌يادي پېښي په اړه وويل: «د پنج شنبې په ماخستن شاوخوا ۲:۳۰ بجې د دولت‌آباد ولسوالۍ د چغاتک کلي په یوه کور کښي د یوه لاسي بم چاودني دوه کسان وژلي دي.»
نوموړي زیاته کړه، چي په دې چاودنه کښي د دې کورنۍ دوه ماشومان وژل سوي او یو بل ماشوم ئې د خپل پلار سره ټپي سوی دئ.
هغه وویل، ټپیان د میمنې ولایتي روغتون ته لېږدول سوي او تر ځانګړو درملنو لاندي‌دي.
مرادي دا هم وویل، چي د دې پېښې د عواملو او په کور کښي د لاسي بم د ساتني په اړه تحقیقات روان دي.