فونداپول په نوم یوه څېړنیزه مؤسسې په خپل وروستي راپور کښي ويلي، چي په تېره یوه لسیزه کښي په فرانسه کښي د افغان کډوالو شمېر په چټکۍ سره ډېر سوی او اوسمهال له ۱۰۰ زرو کسانو څخه اوښتی دئ.
د دغه راپور له مخي، د یادو کډوالو ۸۵ سلنه نارینه او پاته ۱۵ سلنه ئې ښځینه دي.
راپور زیاتوي، چي د افغان کډوالو ترمنځ د زدهکړې کچه عموماً ټیټه ده، چي دا موضوع د دوی له پاره په فرانسه کښي د کار موندلو او ټولنیز ژوند سره د سمون په برخه کښي لویه ستونزه رامنځ ته کړې ده. سربېره پر دې، د افغاني او فرانسوي ټولني ترمنځ کلتوري توپیرونه او د ژبي نهپوهېدل هم د افغانانو د ادغام پروسې ته زیان رسولی دئ.
د فونداپول د راپور په حواله، د کار په بازار کښي د افغان کډوالو له پاره محدود فرصتونه او د مهارتونو نشتوالی د دې لامل سوی، چي ډېری ئې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ سي. دا وضعیت نهیوازي د کډوالو پر ژوند ناوړه اغېز کړی، بلکي د فرانسې په ټولنه کښي ئې د ټولنیزو ننګونو د زیاتېدو لامل هم ګرځېدلی دئ.
دغه سازمان وړاندیز کړی، چي د ادغام د پروسې د ښهوالي له پاره باید د ژبي زدهکړه، مسلکي روزني او ټولنیزو خدمتونو ته د افغان کډوالو لاسرسی اسانه سي، ترڅو دوی وکولای سي په فرانسه کي د یوې باثباته او فعالي ټولني غړي سي.