د فراه څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کي د شنبې په ورځ د درو وژل سوو کوچنيو نجونو جسدونه موندل سوي دي.
د سرچينې په وينا چي دغه نجوني يوولس ورځي وړاندي نادرکه سوي وې، چي د شنبې په ورځ ئې جسدونه په يوه څاه کي پيدا سوي دي.
د سرچينې په حواله چي د دغه وژل سوو نجونو د پنځو او لسو کلنو ترمنځ عمر درلودئ، چي په وژل سوو نجونو کي دوې خويندي او يوه ئې د اکا لور وه.
د دغي پېښي انګېزه تر اوسه پوري روښانه نه ده او عاملین ئې هم تښتېدلي دي.
په ورته وخت کي د فراه ولايت ط..البانو هم دغه پېښه منلې ده او په اړه ئې د ډېرو جزئياتو د ورکولو څخه ډډه کړې ده.