د فراه ولايت څخه ځايي خلګو د چهار شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي يوه ورځ مخکي د فراه ولايت په ګلستان ولسوالۍ کي يو کس خپل مېرمن په چاقو وهلې او وژلې ده.
د سرچينې په وينا چي ياد کس خپل لور هم په چاقو ټپي کړې ده.
په ورته وخت کي د فراه ولايت ط..البانو هم دغه پېښه منلې ده او ويلي ئې دي، چي دغه کس محمدصادق نومېږي او د ط..البانو له خوا نيول سوی دئ چي اوس څېړني ورڅخه شروع دي.