په فيصل اباد کي په يوه فابريکه کي د اورلګېدني له امله ۱۵ کسان وژل سوي او ۷ ټپيان دي

د پاکستان د پنجاب ايالت په فيصل اباد کي د کيمياوي موادو د توليد په يوه فابريکه کي دننه اولګېدنه رامنځ ته سوې.
د پاکستان پوليسو د جمعې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي په دغه اورلګېدنه کي ۱۵ کسان وژل سوي او ۷ نور ټپيان دي.
د پاکستان د پوليسو په وينا چي دغه فابريکې ته نژدې د کورنو ودانيو ته هم زيان رسېدلی دئ