په قطر کي د امریکا تر مدیریت لاندي د السیلیه د کډوالو په مرکز کي یو شمېر افغانانو د امریکا د کانګرس له غړو

په قطر کي د امریکا تر مدیریت لاندي د السیلیه د کډوالو په مرکز کي یو شمېر افغانانو د امریکا د کانګرس له غړو سره په انلاین غونډه کي د خپل نامعلوم برخلیک او د مېشتېدو د ستونزو په اړه خبري کړي دي.
دغو افغانانو خپل ستونزي او وړانديزونه د کانګرس سره شريکي کړي دي.
د معلوماتو له مخي، د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسي له ۱۱۰۰ څخه ډېر افغانان په دغه مرکز کي اوسيږي. په دوی کي تر ۴۰۰ ډېر ماشومان او ۱۷ امیندواره ښځي هم شاملي دي.

بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه راپور کي ویلي چې د ۲۳ زرو څخه د ډېرو افغانانو د ویزو دوسیې تر ارزوني لاندي دي، خو د روان مالي کال له پیل راهیسي هېڅ افغان ته د ځانګړې کډوالۍ ویزه (SIV) نه ده صادره سوې.