په لنډي کوتل کي د تورخم د بندېدو پر ضد احتجاج سوی

د جمعیت علمای اسلام ګوند غړو نن يکشنبه د پاکستان په لنډي کوتل کي د تورخم د لاري د تړل کېدو پر ضد احتجاجي غونډه وکړه. معترضینو له پاکستاني چارواکو وغوښتل چي د زرګونو خلګو اقتصادي ستونزي پای ته ورسوي او دا لاره ژر خلاصه کړي. هغوی د دواړو هيوادونو د حکومتونو څخه غوښتنه وکړه، چي له تاوتریخوالي او تندو خبرو ډډه وکړي او د ستونزو د حل له پاره خبرو ته کښېني.
لاریونوالو د دواړو اړخونو وروستي څرګندوني غیرمسؤلانه وبللې او ټینګار ئې وکړ چي خلګ جګړه نه غواړي. هغوی غوښتنه وکړه چي د تورخم ترانزیټي مسافرو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابري کړي