په لوېدیځ آلمان کي د اسماني ډبري (میټیور) چاودني د سیمي اوسېدونکي اندېښمن کړي او د بېړنیو مرستو مرکزونو ته ګڼ شمېر

په لوېدیځ آلمان کي د اسماني ډبري (میټیور) چاودني د سیمي اوسېدونکي اندېښمن کړي او د بېړنیو مرستو مرکزونو ته ګڼ شمېر تلیفوني اړیکي سوي دي.
راپورونه وایي چي دغه اسماني ډبره د آلمان د راینلینډ–فالتس ایالت په فضا کي تېره سوې او د فضا په لوړو کي ټوټې ټوټې سوې، چي ور سره سم په سيمه کي د قوي چاودني ږغ هم اورېدل سوی دئ.
د چارواکو په وینا، د مېټیور ځیني ټوټې د يکشنبې په ماښام شاوخوا ۷:۱۵ بجې ځمکي ته رسېدلي دي، چي له امله ئې په سيمه کي د ځينو ودانيو د ويجاړېدو خبر ورکول سوی؛ خو د مرګ ژوبلي په اړه ئې تراوسه پوري د آلمان رسنيو او پوليسو څه نه دي ويلي.

عیني شاهدان وایي، دغه د اور اسماني ډبره په څو نورو ښارونو کي هم ليدل سوې ده او د چاودني پر مهال ئې اسمان روښانه کړی و.